ایکنا د الاخباریه له قوله راپور راکړ، د بیت الله الحرام حاجیان بله شپه د حج د مناسکو د پيلولو لپاره د منا ټاټوبی ته روان شوي او پرون رسیدلي دي. حاجیانو د قدوم طواف له ترسره کولو وروسته پرون منا ته ورسیدل څو د پیغمبر اکرم(ص) دسنت په اساس ،د ذي الحجه په اتمه ورځ ترویه مناسک( البته د عربستان د کال هیندارې پّ اساس پرون) ادا کړي. د بیت الله احرام حاجیانو په ترویه ورځې یعني پرون دغه ذکر تکرار کړ و چغې ئې پورته کړې ؛؛؛ «لبَّيْك اللهم لبَّيْك، لبَّيْك لا شريك لك لبَّيْك، إن الحمد والنعمة لك والملك، لا شريك لك لبَّيْك».
د حج مناسک له ترویه ورځ څخه پیلیږي چې پرون پیل شوي دی.
حاجیان د ذی الحجې په نهمه ورځ د وقوف لپاره دعرفات صحرا په لور ځي ،دلته هم د ماسپښین او مازدیګر لمونځ ادا کوي او بیا د مزدلفه په لور روانیږي او شپه هلته تیروي.
د ذی الحجې د لسمې ورځې په سهار هم حاجیان د عقبه رمي جمارات لپاره منا ته بیرته ګرځي ،دخپلو سرونو ویښتان کټوي یا ئې لنډوي او قرباني ذبح کوي . بیا له هغه ځایه د افاضه دطواف لپاره کعبې شریفې په لور حرکت کوي.
حاجیان د تشریق د ورځو د تیرولو لپاره منا ته بیرته ګرځي او له دې وروسته ،د طواف او الوداع لپاره مکې ته ځي او مناسک حج هم پاي ته رسوي.
دعرفات صحرا او د منا خیمې د حج تمتع د زیارتوالو لپاره تیارې شوي دی. سعودیانو دمنا په ټاټوبي کې تیارې شوي خیمې تقسیم بندي کړي دي څو مختلف هیوادونه ئې د حاجیانو د شتون لپاره مجهزې کړې .
په یوه ویډیوئي کلیپ کې د منا ټاټوبی فضائی انځورونه ستانو خدمت ته وړاندې کیږي.
https://iqna.ir/fa/news/4150404